(+93) 780 99 55 99

نجیب تلاش خیریه بنسټ- د ریښتینولۍ کیسه!

نجیب تلاش خیریه بنسټ د ایران څخه راستنېدونکو کډوالو سره د مرستې په موخه د البسې ۱۰۱۳ خلطې د حلال احمر موسسې ته وسپارلې. د نجیب تلاش خیریه بنسټ د بشري همدردۍ او ټولنیز مسئولیت پر بنسټ، د هغو افغان کډوالو لپاره چې له ایران څخه بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي، ۱۰۱۳ خلطې البسه چمتو او د افغانستان حلال احمر (سره میاشت) موسسې ته وسپارلې. یادې البسې توکې به د راستنېدونکو بې‌وزله کورنیو ترمنځ ووېشل شي، څو د دوی د لومړنیو اړتیاوو یوه برخه پوره شي. د نجیب تلاش خیریه بنسټ رئیس ښاغلي نجیب تلاش ویلي، چې دا مرسته د هغو پراخو بشري هڅو یوه برخه ده، چې یاد بنسټ یې د بې‌وزله او اړمنو هېوادوالو د لاسنیوي لپاره ترسره کوي. بنسټ ژمن دی، چې د ټولنې د کمزورې قشر ملاتړ ته دوام ورکړي او له بېلابېلو ملي او نړیوالو ادارو سره په همغږۍ خپل بشري خدمتونه پراخ کړي.


Developed by Nethub