(+93) 780 99 55 99

په کونړ ولایت کې له ۱۵۰ بېوزلو کورنیو سره مرسته

په دې وروستیو کې، موږ وتوانېدو چې په کونړ ولایت کې له ۱۵۰ بېوزلو او اړمنو کورنیو سره د بشري مرستې یو مهم اقدام ترسره کړو. دغه مرسته چې د خوړو، او لومړنیو اړتیاوو یوه یوه کڅوړه چی یولس قلمه ارتزاقی توکی څخه جوړه وه، د خلکو د ژوند کیفیت لوړولو او د هغوی د ورځنیو ستونزو کمولو لپاره ترسره شوه. موخه مو دا ده چې د خپلو خلکو لاسنیوی وکړو او د سختو شرایطو په وړاندی د هغوی مقابله یو څه اسانه کړو. موږ له ټولو هغو کسانو نه مننه کوو چې پدې نیک کار کې یې مرسته کړې ده او هیله لرو چې دا لړي به لا پسې پراخه شي.


Developed by Nethub