د مهربانۍ لاس، د هیلې څراغ!
د مهربانۍ او بشري احساس له مخې، د نجيب تلاش خیریه بنسټ د انسانیت او ملي یووالي په روحیه کې د کامې ولسوالۍ له ۹۰ بېوزلو کورنیو سره مرسته وکړه. په دغو کورنیو کې کونډې، یتیمان او بېځایه شوي کسان شامل وو. دغه مرسته د خوړو او غیرخوړو ۱۱ اړینو توکو څخه جوړه وه، لکه اوړه، غوړي، وریجې، بوره، چای، صابون او نور لومړني اړتیاوې.
د کامې ولسوالۍ مشرانو او ځایي اوسېدونکو د نجيب تلاش خیریه بنسټ له مسؤلینو څخه مننه وکړه او دغه مرسته یې وستایله. هغوی غوښتنه وکړه چې دا ډول خیریه فعالیتونه دې دوام ومومي.
© 2026 All Rights Reserved by NTCF
Developed by Nethub