(+93) 780 99 55 99

له اوبو سره ژوند، له خدمت سره هیله- نجیب تلاش خیریه بنسټ.

د نجیب تلاش خیریه بنسټ له لوري د کونړ ولایت د ماڼو کلي کې د خیر او خدمت یوه بله مهمه پروژه بشپړه شوه. په یاد کلي کې یوه نوې څاه وکېندل شوه، چې له برکته به یې شاوخوا ۴۰۰ تر ۵۰۰ تنو ته د څښلو پاکې اوبه برابرې شي او د اوبو د کمښت ستونزه به تر ډېره حده هواره کړي.
د دې څاه د کیندلو ټول مالي لګښت د کوچي تلاش له خوا پر غاړه واخیستل شو، چې د ده د سخاوتمندانه مرستې په پایله کې د څاه ټولې چارې په بریالیتوب سره بشپړې شوې او د ګټې اخیستنې لپاره د کلي اوسېدونکو ته وسپارل شوه. دا اقدام د انساني همدردۍ، ورورولۍ او ټولنیز احساس څرګند انځور دی.
د ماڼو کلي اوسېدونکو د دې ارزښتمن خدمت له امله د نجیب تلاش خیریه بنسټ له مسؤلینو او همکارانو څخه د زړه له کومې مننه او ستاینه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې دا ډول خیریه مرستې دې د کونړ ولایت د مظلوم ولس لپاره لا پسې پراخې شي.
همدارنګه، د نجیب تلاش خیریه بنسټ یو شمېر کارکوونکي د یادې څاه د افتتاحیې په مراسمو کې ګډونوال وو او له نږدې یې د پروژې د بشپړېدو بهیر ولید.
نجیب تلاش خیریه بنسټ به همېشه هڅه کوي چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د خلکو د هوساینې او ښه راتلونکي لپاره د خدمتونو دا لړۍ روانه وساتي.

Developed by Nethub