له خدمت څخه تر سپورته – د نجیب تلاش د پرمختګ لاره!
د نجیب تلاش خیریه بنسټ د خوست ولایت په زړه کې د اسیا له سترو او ځانګړو ورزشي کمپلکسونو څخه د یوه د پروژې د پرانیستې مراسم په رسمي ډول ترسره کړل. دغه پروژه په کال ( 1404) کې افتتاح شوه او د هغې رسمي ساختماني چارې یوه میاشت وروسته په ( 1404/اسد) کال کې پیل شوې.
دا ستره پروژه چې د ۱۰ جریبه ځمکې پر مخ د ۴ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د ۱۴ میاشتو په موده کې جوړیږي، د ځوانانو، زدهکوونکو او د ورزش مینهوالو لپاره د پرمختګ او مثبت بدلون یوه نوې دروازه پرانیزي.
د پرانیستې په مراسمو کې د خوست ولایت مرستیال والي، مولوي محبوب شاه قانع، د بدني روزنې او ښکلا جوړونې سرپرست رئیس احمدالله وثیق، د فوټبال فدراسیون رئیس محمد یوسف کارګر، د خوست ولایت د ورزش رئیس عطاالله شاه کډوال، د مدني ټولنې استازي، د تعلیمي بنسټونو غړي، قومي مشران، دیني عالمان، رسنۍ او ګڼ شمېر د ټولنې غړي ګډون درلود.
د پروژې ځانګړتیاوې:
۱. د فوټبال میدان – د معیاري اندازې لرونکی، د ځوانانو د تمرین او سیالیو لپاره مناسب.
۲. د والیبال میدان – پرانیستی او مجهز، د هلکانو د لوبو لپاره ځانګړی چاپېریال.
۳. جمنازیم – د عصري وسایلو سره سمبال، د فزیکي روغتیا د پیاوړتیا لپاره.
۴. اداري دفترونه – د کارکوونکو او اداري چارو د سمبالښت لپاره.
۵. د ټینس میدان – د ټینس د سیالیو لپاره معیاري اسانتیاوې.
۶. مدرسه (تعلیمي مرکز) – د دیني او عصري زدهکړو لپاره یو پیاوړی بنسټ.
د دې سترې پروژې له لارې، د نجیب تلاش خیریه بنسټ موخه لري چې:
ځوانانو ته سالم تفریحي او ورزشي فرصتونه برابر کړي؛
علمي چاپېریال او د شخصي ودې فرصتونه رامنځته کړي؛
د ټولنیز پرمختګ او مثبت بدلون لپاره زمینه برابره کړي؛
د تعلیمي او اخلاقي ارزښتونو د ترویج له لارې سالم نسل وروزي.
د پرانیستې په مراسمو کې د نجیب تلاش خیریه بنسټ مشر، ښاغلي نجیبالله تلاش صافي وویل:
“دا پروژه زموږ د ملت د خدمت ژمنتیا برخه ده. زموږ هدف یوازې مرسته نه ده، بلکې د ظرفیت لوړونه، زدهکړه، ورزش او ټولنیز بدلون دی.”
هغه همدارنګه له افغان پانګهوالو وغوښتل چې په افغانستان کې په بېلابېلو سکتورونو کې پانګونه وکړي، څو د افغان ولس لپاره د کار زمینه برابره شي.
دا پروژه نه یوازې د خوست ولایت لپاره یو مهم تاریخي ګام دی، بلکې د ټول افغانستان لپاره یو الهامبښونکی مثال هم دی، چې ښيي یو غیرانتفاعي بنسټ څنګه کولای شي د خلکو ژوند په رښتینې توګه بدل کړي. دا کمپلکس د راتلونکو نسلونو لپاره د هیلې او فرصت نښه ده.
نن د خوست ولایت په مرکز کې د دې ورزشي کمپلکس رسمي ساختماني چارې پیل شوې. د نجیب تلاش خیریه بنسټ رئیس، ښاغلي نجیبالله تلاش، د پروژې د پلي کولو ټیم ته لازمې لارښوونې وکړې او پروژه یې د تطبیق لپاره وسپارله. دغه کمپلکس به د بنسټ په مالي ملاتړ د ۱۴ میاشتو په موده کې جوړ او بشپړ شي.
© 2026 All Rights Reserved by NTCF
Developed by Nethub